څلرمه اوورستۍ برخه
عبدالقیوم عبدالقیوم

۴- څوک دستونزي دوام غواړي؟

لنډجواب :زه،ته اوټول.

 

لازمه ده دلته داخبره ولیکم : فکرکوم واقیعت لیکم دکم کس یا ګروپ دخوشحالۍ اویاخفګان په خاطر نه ،بلکي دخپل درک اومسؤلیت له مخي.

هره دولت،هره ټولنه اوهرشخص باید ترخپلوشخصي ګټوزیات وعمومي مفاداتو ته معتقید اومتحدوي. خوهریوددوی څخه باید دخپلي بقأ ،ښه ژوند اونورپرمختګ دپاره هم تلاښونه وکړي.دولتونه باید دولسونوسره اوټولنه باید دخپلوافرادوسره په ګډه دبد بختیو مخه ونیسي.

تجریبه اومشوره دژوند خوند زیاتوي ،جدیت ،حرکت جنش اوفعالیت دژوندمعنی اومفهوم دی.

پردې نابوده دنیاهرهلویه اووړه لوبه جوړول،هره نقشه تړل،هرستونزه اوتوطیهزیږول ،دلویوقدرتمندودولتونوکار وي. دستوزو دجوړیدو مقصد یې جوړونکوته معلوم وي،دشروع اوختم نیټې يې دوی سنجوي. موږاو تاسي ته یې لکه څنګه چي  ددوی ا هداف مرمُز دي، دوام اوختم دواړه مرمُزوي . داسمه ده چي موږاوتاسي دتصمیم نیونکوڅخه نه یوو.لاکینموږ مخنیوی کوونکيکیدای سوو،چي متحد سوو.

 

مګرپه تاسف سره زموږ زیات منور اوس هم دتماشا چانوغوندي لاس ترزنه ناست دي.صرف دونه وایې چي دالوبه پردوشروع کړیده دیوه هدفدپاره . خپل نقش په خپله نفي کوو،ترڅوچي مومادي ګټ نه ويعمل نه کوو. سوال دادی زما اوستا مسؤلیت دیوه انسان په حیث څه دئ؟.

 

دوی(دښمن) متحدانه عمل کوي دوی لمړی دخپل پلان دتطیبق دپاره په منطیقه کي دخپلواجنټانومرستي ته اړدي، څودخپلو اجنټو پرلاس  دمنطقي دولسونوپه منځه کي بې باورئاومخالفتونهدې حدته ورسوي،څوولسونه په رضأ دپردولاوس وهنوته ښه راغلاست ووايې.

موږدآګاه خلګو په حیث باید څه کړي وایې یا اوس باید څه وکړو؟داپوښتنه باید هریودځانه وکړو.

 بل دښمن ته په عام ولس کي داخلاف اچولوښه،غوره اواسانه  لاره دمذهب اوعقیدې څخه ناوړه استفاده ده .

په هغوټولنواوهیوادوکي چی دعلم اوپوهي سره اشنائېوي هلته دولسونودپاکواحساساتوڅخه منفي ګټه اخیستلدښمن ته ساده نه وي.

 

زخمونه

 

زړه دکوګله راکښای نسم

چي سميې وګورې ته خپله

 ستادګوتوترشمارزیات دي

چي  سم یېوشمیرې پهخپله

 

دروڼ اندوتر منخ داختلاف اچولواو استخدام لاره، طتمع، ،وعدې ،چوکي ،پیسې اوپه وروسته کي تهدید. دښمن له دغوټولو چارو څخه  استفاده کوي .هیح کله زموږپه هیواد کښي دداسي  اوږدوجګړودرامنځته کیدوسببونه یوازي کورني نه وه. ترهغوبه داجګړي رواني وي ترڅوچي زما او ستاخبره وي یا بې اتفاقي وي،ترهغوبه داجکړې رواني وي اوترهغوبه دا حالت مسلط وي،ترڅو چي بې علمي وي.

دچا به ژاړم پرچا بدووایم

ځکه بدخوهم زموږخپل وه

په بدوکي ښه پیداکولانه سم

خکه ښه موهم اوس ګډ سوه

 

موږ ددغه نه پوهي په سبب  ،خودخواه یو،بې اتفاقه یو،پرخپلوځانوهم بې

باوریو،خودکش بیګانه پرست یو،لنډه يې داچي هره بدي په موږاوتاسي کي ده،موږټول خپله هم دستونزي اوجنګ ددوام عامل یو. خپله ځانونه رواڼ اندي معرفي کوو،چي په واقیعت کي لا نه یو.نه خپله کار کولای سوو اونه بل څوک دمشرپه حیث زعملاي سوو.

 

موږمونورنه یو،زموږپروطن پرستۍ هم شک کیدای سي.ځکه کړني مودولس په خیرنه دئ.لا تردا اوس ډیرسته چي پرمړويې تجارت شروع کړیدئ ،دهغوی دعکسونوپورته اوکښته کوي دهغوڅخه یې بازيچې جوړي کړیدي.زه یقین لرم په اوسنیوشرایطوکي باید مړي پرځای آرام پریښول سي . دا به دمړو دارواحوپه ګټه وي اوهم دآنیده واحد جنبش په ګټه.

 

۳۵  کاله کیږي په هیوادکي لڅ جنګ،خیانت،ترور،فساد روان دئ،زموږ وروڼه اووطنوال پکښي مري، مګرته لا ته يې اوزه لازه یم ترڅو (زه اوته ) یوځای (موږ) نسو خلګوته مصدردخدمت کیداې هم نسوو. په ویش،واخ،په خفګان،په خبرو،په لیکنو، په شعرونو،په اعلامیو، په کنفرانسونواوغونډو، يې غندو اویا ستایو،هودا به نیک عملونه وي لکه دخوړوترمخه بسم الله الرحمن الرحیم ویل دونه ګټه لري .

 

په خفګان دغه نیک اعمال موهم یودبل په مخالف اورقابت کي سرته رسیږی، په رادیوګانو،تلویزونونوواخبارونو،ویب سایتونو،حتی غونډوکي په عوض ددې چي منورین  افغانان سره  یواومتحدکړو پرډلو،ګروپو سره تقسیموو.

 

آیا دلته هم خاریجان ملامت بولۍ که خپله ځانونه.موږیو چي دښمن ته ګټه رسؤ،موږ یوددښمن عمرموزیات کړۍ دئ ،زموږ  خودخواهي ددې عامل سول چي دښمن  راپکښي  میلې کوي.همدا سي نه ده؟

آیا  یوا زنۍ لا ره  د حل  د ا ګڼۍ چي  د غه هیوا د ا وهیوا  د وا ل پرد غه حا ل پرږدو،موږخوهر ډول چي وو دوطنه پښې راسپکي کړې،مګر وطنوا ل مو لا  په ا ورکي سوځي.دوستانو په آخیربیا خپلي همیشنۍ  غوښتني ته راځم:

ټول حزبونه ،سیاسي کړې اواشخاص په خوله اوقلم دغه خبره کوي ،چي دهیواد آزادي،دخلګونیکمرغي،عمومي خلع سلاح،داجتماعي عدالت  تطبیق غواړو،دملي فوځ اوملي پولیسوتقویت غواړو،دخلګوپه ګډون آزادو، مستقیمو اوسیري رایویومنتخب حکومت غواړو.

دمیني په دنیا کي ددین اودنیا جنګ دئ

منصف یې زه ترمیا ن شوم،نه یوخواشوم نه بل خوا

مګر داخبره هیڅوک نه کوي اونه مني چي دیوغښتلي ،واحداومتحد حزب دپاره مشرتابه  په انتخاب دټولو غړوپه آزادو، مستقیمو اوپټورایو ورکولو سره غواړو اومنو.نه داخبرنه مو،دلته دموکراسي ته رائې اوانتخاب ته د دغهموجودوحزبونواوډلکیومشرتابه  ځانونه نه تسلیموي،مشران يې ځانونه همیشه مشران واج الاحترام،دایم اوقایم غواړي.

ولي ددموکراسي  پر اصولوبرابر(هرچیري هرڅه په انتخاب )عمل یووالي  اوداکثریت په رایه انتخاب څخه ډارسته؟.احزاب دځان اوکورنۍ په خدمت کي مودرولي دي.داستاسي ګناه نده دا دهغوګناه ده چي په پټوسترګویې ستاسي اطاعت اوبنده ګي ته ځانونه سپارلي دي،دمریانوپه شان یې تاسي استعمالوئ.

 دافغانسان دسیاسي احزابوپه تاریخ کي داول ځل دپاره د(وطن دترقي دملی ګوند)هغه لمړی ګوند دئ چي  مطابق دخپلي اساسنامي يې عمل وکړۍ د خپل ګوند لمړی مؤسیس يې په ژوند دوني، په رضأ ،خوښه ،مشرتوب انتخاب اورائې ته پریښود.دګوندمؤسیس په صداقت دده په عوض د نوي انتخاب سوي مشر ترشاه  ودریدئ اوولاړدئ.

موږ رهبري اومشرتابه مقامونه ابدي اودائمي دیوه شخص یا څوکسوتل ترتله اوبیله انتخابه نه منو.نورافغان سیاسیون دنما یشي،تقلوبي،آبدي مشرتابه څخه نفرت لري،پدې خبره باید اوس ټول دګوندونو مشران پوهه سي.

نو سره لدې چي نن ورځ هرڅوک ،هره  ډ له  د خپل سیا سي ا وا جتما عي موقف اووضعي سره  نا را ضا ئیتونه هم لري بیا هم په عمل لاس نه پوري کوي. آیا یوځایوالۍ سخت  د ئ ؟زما په  باورنه ،کم څه چي سخت دي هغه  ترځان غوښتني،ځان لوړبللو ،ځان ته لولوټه  ایښوولو  شخصي منفعتونوڅخه تیریدنه ده ،نه یووالۍ.

 هرحزب،هرسازمان،هره ټولنه ،هرنهاد اوهرشخص چي په اوسنیوشرائطو کي  دموکراسي ته تن نه ورکوي هغه واقعي مکاراوزنګ دښمن دئ.هیله ده صادیق واوسۍ.په ورسته کي وایم : که په موږپوره نه سوه!

هرسورڅاڅکۍ چي ولیدلۍ وي پرمځکه

خالقه! پرهغه مځکه نوسره ګلان راشنه که

 

وګورم چي دوستان دغه څلورپښتني څنګه جوابوي؟

 

پای


May 26th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي